کورپاڼه / خبرونه / لاسیت ملینګا له هر ډول کرکټ څخه استفاء ورکړه

لاسیت ملینګا له هر ډول کرکټ څخه استفاء ورکړه

د ځانګړي انداز لرونکی، د کرکټ نړۍ مشهور سریلانکایي لوبغاړي سيپرمادو لاسيت ملينګا له هر ډول کرکټ څخه استفاء ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې هغه له نړیوال کرکټ څخه وړاندې استفاء کړې وه.

لاسيت ملينګا د سريلانکا او د کرکټ په نړۍ کې يو ځانګړی نوم او لوبغاړی دی چې د ځانګړو مهارتونو او وړتیاوو په لرلو سره مشهور دی او ډېر شمېر توپ وهونکو ته یې د توپونو په وړاندې درېدل ستونزمن ول.

ملينګا له څهرې، ويښتانو او د توپ اچونې په انداز کې یو ځانګړی لوبغاړی و، چې د يارکر، بلاکر، سوينګ او چينج آپ فيس توپونو کې یې ډېره ځانګړې وړتيا لرله.

لاسيت ملينګا د خپل کرکټ په تاريخ کې دېرش لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي، چې ټولټال يې ۱۶۳۹ ويکټې په ټيسټ، يوه ورځنيو، نړيوالو شل اوريزو، فرسټ کلاس، ليسټ اې او په ليګونو کې ترلاسه کړي دي.

ملینګا د سريلانکا لپاره اوله ټيسټ لوبه د اسټراليا، يوه ورځنۍ د عربي اماراتو او شل اوریزه لوبه د انګلستان په وړاندي ترسره کړې ده او ۲۰۲۰ کال په جولایۍ مياشت کې يې وروستۍ نړيواله لوبه کي وکړه. د هغه په شتون کې سریلانکا لپاره د ۲۰۱۴ کال نړيوال شل اوريز جام ګټلی او څلور ځلې د هند غوره ليګ کې یې ممبۍ په شتون کې اتلولي خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …