کورپاڼه / خبرونه / د عمرې په اړه د سعودي عربستان مهم خبر

د عمرې په اړه د سعودي عربستان مهم خبر

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د کرونا نړیوالې ونا په نظر کې نېولو پرته که چېرته کوم څوک پرته له اجازې د عمرې ادا کولو هڅه کوي، نو لس زره ریال به جریمه کېږي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په یو بیان کې راغلي دي، که چېرته کوم څوک پرته له اجازې مسجد الحرام ته د لمانځه لپاره داخل شي نو زر ریاله به جریمه شي.

د یاد حکومت کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده، چې د کرونا وایروس د اغېزمنو شوو کسان شمېر تر ډېره حده پورې کم شوی چې یوه ښه خبره ده.

د یادولو وړ ده چې د کرونا وایروس په نظر کې نېولو سره د سعودي حکومت د عمرې لپاره د اجازت نامو د ورکړې لړۍ پیل کړې او ددې اقدام موخه یې د کرونا مخنیوی دی.

په دې اړه عمره کوونکو ته لارښوونه شوې چې هغوی دې اجازت نامې واخلي او بیا دې عمره ادا کړي. له دې وړاندې هم د سعودي د حج او عمرې وزارت د حج ادا کولو لپاره غوره اقدامات کړي ول.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …