کورپاڼه / جالب / یوې نوې ناوې له خپلې خسرګنۍ سره زر او نغدې روپۍ تښتولي دي

یوې نوې ناوې له خپلې خسرګنۍ سره زر او نغدې روپۍ تښتولي دي

ډېر به مو لېدلي او اورېدلي وي چې نوې ناوې له واده وروسته په خپل خاوند ناز او نخرې کوي، خو په هند کې د خپل ډول له مخې یوه ځانګړې پېښه رامنځته شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د هند د اتر پردیش ایالت په مین پوري ولسوالۍ کې یوې نوې ناوې خسرګنۍ کره د تلو پر وخت له خاوند څخه د اوبو غوښتلو په بهانه د خسرګنۍ ټوله شتمني او نغدې روپۍ غلا کړې.

د راجو په نوم ددې شخص واده د دریم شخص په مرسته تېره میاشت ترسره شو او د انجلۍ کورنۍ دا شرط کېښود چې کله واده کوي نو هغوی به اتیا زره هندي روپۍ ورکوي.

راپور زیاتوي چې د راجو کورنۍ هم له ډېره وخته له انجلۍ سره نه ول لېدلي نو شرط یې ومانه او دواړو واده وکړ، د واده پرمهال د هلک کورنۍ ناوې ته ډېرې ډالۍ هم ورکړې او راجو خپله نوې موټر کې سپره کړه.

په دې دوران بس یوځای کې ودرېده او نوې ناوې راجو ته وویل چې یو بوتل اوبه ورته راوړي، کله چې هغه اوبه راوړې نو ناوې سره له ډالیو تښتېدلې وه. له هغې وروسته راجو پر ناوې د دوکې ورکولو قضیه ثبت کړه.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …