کورپاڼه / جالب / کارغه یو ځل بیا ثابته کړه چې هغه یو هوښیار مارغه دی

کارغه یو ځل بیا ثابته کړه چې هغه یو هوښیار مارغه دی

تاسې به د هغه تندې اخیستي کارغه کیسه اورېدلي او یا لوستي وي چې یوه ورځ په سخته ګرمۍ کې د اوبو په لټه کې اخوا دېخوا ګرځېده، چې په دوران کې یې په یو باغ کې د اوبو منګی ولېده.

کله چې کارغه منګي ته ورسېده نو ګوري چې اوبه خو د منګي په بېخ کې دي، چې مښوکه یې نه رسېده. کارغه په ناهیلۍ فکر وکړ چې څه ډول به اوبه پرته راولي ترڅو مښوکه یې ور ورسېږي.

ناڅاپه ذهن ته ور ولوېده چې هغه نږدې وړکي تیږي منګي ته واچوي، کارغه هڅه وکړه او هڅې یې رنګ راوړ او اوبه دومره پورته راغلې چې په خپله تنده یې پرې ماته کړه.

دا د هغه وخت کیسه وه چې نه کامره وه، نه انټرنیټ او نه کومه بله آسانتیا، خو د ټیکنالوژۍ اوسني دور د کارغه هوښتیار خوندي ساتې ده. اوس د یو داسې کارغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو ښکته پورته کېږي، چې یو وږی کارغه له یو لوښي څخه د خوراک یو شی راباسي خو نه بریالی کېږي.

کارغه پرته له دې چې ناهیلی شي خپله هڅه کوي او په دې دوران کې هلته یو ډکی پروت وي، هغه راخلي او په مرسته هغه د خوراک شی رانږدې کوي او په راخیستلو کې بریالی کېږي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …