کورپاڼه / هنر او کلتور / حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی دی او ارمان یې کړی دی چې د هغه سره واده وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، حریم شاه په یوه وروستۍ مرکه کې د واده په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې واده به د مور و پلار په خوښه کوي.

نوموړې په خپله مرکه کې دا هم وویل، چې غواړي له یو داسې چا سره واده وکړي، چې د هغه کورنۍ درنه کورنۍ وي او د دې ډېر درناوی او قدر و عزت وکړي.

حریم شاه په دغه مرکه کې دا هم ویلي دي، چې مولانا طارق جمیل ته یې د واده لپاره پېغام لېږلی دی، خو هغه ورته تراوسه پورې د هو یا نا ځواب نه دی ورکړی.

د یادولو وړ ده چې حریم شاه د پاکستان یو له لانجمنو ټک ټاکرو څخه ده، چې څه وخت مخکې یې د واده اعلان هم کړی و، خو تراوسه پورې یې نه خاوند پېدا شو او نه هغې بیا څه وویل.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …