کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سېنټ لوشیا کینګز لوبډلې پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سېنټ لوشیا کینګز لوبډلې پایلوبې ته لار پیدا کړه

د کرابین لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سېنټ لوشیا کینګز او ټرېنیباګو نایټ رایډرز لوبډلې سره مخ شوې، چې سېنټ لوشیا وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه

ددې لوبې پچه د سېنټ لوشیا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۰۵ منډې وکړې او ټرېنیباګو ته یې د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.

د سېنټ لوشیا لخوا مارک دیال ۷۸، ټیم ډیوېد ۳۸، روسټن چیس ۳۶ او ډیوید ویسي ۳۴ منډې وکړې. د ټرېنیباګو لخوا عقیل حسین، سنیل ناراین، روي رامپال او خاري پارې یوه-یوه ویکټ واخیسته.

د ټرېنیباګو نایټ رایډرز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه او سېنټ لوشیا کینګز لوبډله پایلوبې ته ووتله.

د ټرېنیباګو لخوا سنیل ناراین ۳۰، ډینس رامدن ۲۹ او کولن مینرو ۲۸ منډې وکړې او د سېنټ لوشیا له لورې ډیوېډ ویسي ۵، وهاب ریاض او کیمو پال دوه-دوه او الزري جوسیف یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …