کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په شل اوریزه لوبلړۍ کې سریلانکا وایټ واش وکړه

سویلي افریقا په شل اوریزه لوبلړۍ کې سریلانکا وایټ واش وکړه

د سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبلړۍ د سویلي افریقا لوبډلې د ۳-۰ پر وړاندې وګټله او سریلانکا لوبډله یې وایټ واش کړه.

دا لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب په کولمبو کې ترسره شوه، د لوبې بچه سریلانکا وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د اتو ویکتو په زیان ۱۲۰ منډې وکړې.

د سریلانکا له لورې کوشال پریرا ۳۹ او چمیکا کارونارتني ۲۴ منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا کګیسو رباډا بجرن پارټین دوه-دوه، ادین مارکرام، کیشو مهراج او ویان مولدر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د ۱۲۱ منډو هدف په ډېرې آسانۍ پرته له کوم زیانه په ۱۴.۴ اورونو کې پوره کړ او سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې یې وایټ واش کړه.

د سویلي افریقا لخوا ریزا هیډریکس ۵۶ او کوانټن ډیکاک ۵۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. ددې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کوانټن ډیکاک ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …