کورپاڼه / خبرونه / پاکستان کرکټ لوبډله پنځه کاله وروسته بنګله دېش ته ځي

پاکستان کرکټ لوبډله پنځه کاله وروسته بنګله دېش ته ځي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د نومبر په میاشت کې بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به له کوربه لوبډلې سره دوه ټیسټ او درې یوه نړیوالې شل اوریزې لوبې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۱۵ راهیسې پاکستانۍ لوبډلې بنګله دېش ته سفر نه دی کړی او دا به له پنځو کلونو وروستی لومړی سفر وي، چې پاکستان یې بنګله دېش ته کوي.

دا لوبې د کرکټ نړیوال جام وروسته سمدستي مهالویش شوي، که چېرته کوم لوبډله مخکې لاړه شي نو ممکن له ستونزو سره مخ شوي او په هوټل کې به د کرنتین وخت ورته لږ وي.

ټاکل شوې چې د شل اوریز نړیوال جام د نومبر په ۱۴مه پای ته ورسېږي او د دواړو لوبډلو ترمنځ به شل اوریزې لوبې په ۱۹، ۲۰ او ۲۲م د نومبر ترسره شي او له هغې وروسته به ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې لومړۍ د نومبر له ۲۶-۳۰مې نېټې او دویمه یې د ډسمبر له ۴-۸ پورې ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان او بنګله دېش د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د پاکستان په کوربتوب سره مخ شول، چې درې شل اوریزې لوبې وکړې او دوه ټیسټ لوبو څخه یې یوه د کرونا په سبب وځنډېده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …