کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د سپتمبر له اوه ویشتمې وروسته خپل مهمې اپلیکیشنې په زړو موبایلونه کې بندې کړي.

هغه کسان چې تر څو کلونو پورې یوازې یو موبایل کاروي، هغوی ته د نوي موبایل اخیستلو موقع په لاس ورغلې، ځکه چې په زړو موبایلونو کې له مهمو اپلیکیشنونو محرومه پاتې کېږي.

ګوګل اعلان کړی چې د سپتمبر له اوه ویشتمې وروسته د اندراید (2.3) او په زړو ویرژنو کې به مشهورې اپلیکیشنې یوټیوب، ګوګل پلی سټور، ګوګل میپس، جي میل او نور کار نه کوي.

د یادو اپلیکیشنې لپاره اړینه ده چې د خپل موبایل ویرژن اندراید (3.0) ته اپډیټ کړو، نو څنګه چې پخواني موبایلونو کې اپریټینګ سیستم نه اپډیټ کې نو نوی موبایل ته به اړتیا وي.

د اندراید (2.3) ویرژن د ګوګل له لورې د 2010 کال په دسمبر کې وړاندې شوی و، چې اوس د یوولس کلونو په تېرېدو د یاد شرکت له لورې ترک کړی شو.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …