کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم پوه شئ چې ځینې خوراکي توکي مو ذهني فشار او اندیښنې ختمولی شي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې مناسبه غذا نه یوازې زموږ بدن ته ګټور وي، بلکې زموږ پر طبیعت هم اغېزې پرېباسي. دوی زیاتوي چې دا زموږ له بدن څخه منفي فکرونه او احساسات ختموي.

هغوی وایي چې پنځه داسې خوراکي توکي هم شته، که چېرته یې د ورځې په پیل کې وخورو نو ټوله ورځ به مو طبیعت ښه وي او په سختو او ستونزو حالاتو کې به له منفي احساساتو او فکرونو لېرې یو.

د خوراکي توکو کارپوهان یو له هغه پنځو شیانو څخه چاکلیټ یادوي چې دماغي وړتیاوو ته ښه وي، دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي او له ګڼ شمېر ناروغیو څخه خونديتوب رامنځته کوي. دغه راز هګۍ هم د ویټامین ډي په لرلو سره د ژور خپګان په کمولو کې مرسته کوي.

ځمکي توتان، بېرې او سپنګیر هغه مېوې چې انټي اکساید لري او ذهني فشار کموي. دغه راز چارمغز هم د هغه هورمون په کنترول کې مرسته کوي چې ذهني فشار رامنځته کوي او کېلې بدن ته پیاوړتیا بخښي او له ژور خپګان څخه مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …