کورپاڼه / اسلام / هغه څوک چې د سورت یاسین تلاوت کوي، د هغوی لپاره زېرې

هغه څوک چې د سورت یاسین تلاوت کوي، د هغوی لپاره زېرې

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، هر شی زړه لري او د قرانکریم زړه سورت یاسین دي. څوک چې د سورت یاسین تلاوت کوي، الله تعالی د هغه لپاره د لس ځلې د قران تلاوت کولو ثواب لیکي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره د سورت یاسین تلاوت کوي، نو د هغه مخکینۍ ګناه به بخښل کېږي. نو تاسې دغه سورت مړو ته ووایئ.

دغه راز دا یې هم فرمایلي، څوک چې د شپې سورت یاسین تلاوت کړي، سهار به په داسې حالت کې پورته کېږي چې بخښل شوی به وي او دا د رسول الله (ص) هیله وه چې سورت یاسین یې د هر امتي په زړه کې وي، ځکه چې سورت یاسین ډېرې ګټې لري.

حقیقت خو دادی چې هر څه د الله لخوا دي او هر څه پخپل ټاکلي وخت کېدونکې دي، خو دا عمل د هغه چا لپاره دی چې غواړي واده وکړي. یعنې عمر یې تېر شوی وي خو خپلوي یې نه وي کړي. نو که چېرته هغه شخص پخپله دا عمل کوي نو غوره به وي کنه د کورنۍ یو غړی دې یې ترسره کړي.

که چېرته د سهار له لمانځه وروسته یا سهار او ماښام کې سورت یاسین ولوستل شي نو په دې سره به له ستونزمن څخه ستونزمن کار هم وشي، حتی بندي به هم آزاد شي. که چېرته قرض درباندې هم وی نو یاد عمل ترسره کړئ ستونزه به مو حل شي.

دا هم ولولئ

د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

خوب کول د انسان د روغتیا او دماغو لپاره ډېر اړینه وي او ترڅنګ یې …