کورپاڼه / د لوبو راپورونه / عمان د نیپال لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

عمان د نیپال لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د نیپال او عمان لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې عمان لوبډلې نیپال ته په پنځه ویکټو او ۱۱۳ توپونو ستره ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه نیپال وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې.

د نیپال لخوا اصف شیخ ۹۰، روهیت پاودل ۲۰ او ګینیندرا مالا ۲۱ منډې وکړې. د عمان لخوا بلال خان څلور، نیستور دهمبا دوه، ذیشان مقصود او محمد ندیم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

عمان د ۱۹۷ منډو هدف په ۳۱.۱ اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او نیپال ته یې په ۵ ویکټو او ۱۱۳ توپونو ستره ماتې ورکړه، چې له ډلې یې جتیندر سینګ ۱۰۷ او محمد ندیم ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نیپال له لورې کرن کی سي او کوشال مولا دوه-دوه او سوشان بهاري یوه ویکټ ترلاسه کړه. ددې لوبې غوره لوبغاړی جتیندر سینګ وټاکل شو.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …