کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاټوریټس لوبډلې بریا ترلاسه کړه، د نوین الحق لوبډله له پایلوبې پاتې شوه

پاټوریټس لوبډلې بریا ترلاسه کړه، د نوین الحق لوبډله له پایلوبې پاتې شوه

د کرابین لیګ په دویمه نیمه پایلوبه کې د کېټس پاټوریټس او د نوین الحق لوبډله (ګیانا امازون) سره مخ شوې، چې پاټوریټس پایلوبې ته لار وموندله.

ددې لوبې پچه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وګټله او ګیانا امازون ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې هغوی د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې او پاټوریټس ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د ګیانا له لورې برینډن کینګ او چندرپال هیمراج ۲۷-۲۷، نیکولس پورن ۲۶ او شمرن هیټمایر ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پاټوریټس لخوا نسیم شاه، فواد احمد، دومینک ډرکس او جاګیسر دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

کېټس پاټوریټس د ۱۷۹ منډو هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د درې ویکټو په زیان پوره کړ او پایلوبې ته ووت، چې له ډلې کریس ګیل ۴۲، ډیوین براوو ۳۴ او ایون لویس ۷۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ګیانا امازون له لورې اودین سمیت دوه او کیون سنسلیر یوه ویکټ ترلاسه کړه. ددې لوبې غوره لوبغاړی ایون لویس وټاکل شو. پایلوبه یې نن ماښام د سېنټ لوشیا کینګز او کېټس پاټوریټس ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …