کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د ویسټ انډیز نولس کلنو ته پنځمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

انګلستان د ویسټ انډیز نولس کلنو ته پنځمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

د انګلستان او ویسټ انډیز نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د شپږ یوه ورځنیو لوبو په پنځمه لوبه کې هم انګلستان نولس کلنو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د انګلستان په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه هم کوربه لوبډلې وګټله او ویسټ انډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې هغوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لخوا متیو نندو ۵۱، ګوانتي دیپیزا ۳۴ او اکیم اګستي ۳۲ منډې وکړې. د انګلستان لخوا فتح سینګ، ناتن برنوال او جوشوا بیډن دوه-دوه، جیمس کولس، سونی بیکر او او دانیال ابراهیم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د انګلستان لوبډلې د ۱۶۷ منډو هدف په ۴۱.۵ اورونو کې د نهه ویکټو په زیان پوره کړه، چې له ډلې یې جورج بیل ۵۹، جیمس کولس ۳۱ او ریحان احمد ۲۷ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لخوا اندیل ګورډن او جوهان لین درې او ایسي تورني دوه ویکټې ترلاسه کړې. په دې سره انګلستان د ۴-۱ پر وړاندې مخکېوالی لري

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …