کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن د کرابین لیګ پایلوبه د کېټس پاټوریټس او سېنټ لوشیا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

نن د کرابین لیګ پایلوبه د کېټس پاټوریټس او سېنټ لوشیا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

د کرابین لیګ، چې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شو، هرې لوبډلې لس-لس لوبې وکړي، چې له هغې جملې بیا څلورو لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

دغه څلور لوبډلې د ټرېنیباګو نایټ رایډرز، سېنټ لوشیا کینګز، ګیانا مازون، چې نوین الحق هم ورسره لوبېده او د کېټس پاټوریټس لوبډلې وې، چې بیا یې لوبه ترسره کړه.

لومړۍ نیمه پایلونه د ټرېنیباګو او سېنټ لوشیا ترمنځ ترسره شوه، چې د سېنټ لوشیا لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر سره وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړله.

په دویمه نیمه پایلوبه کې د نوین الحق لوبډله ګیانا امازون او کېټس پاټوریټس لوبډبې سره مخ شوې، چې کېټس لوبډلې د ګیانا امازون ۱۷۹ منډو هدف په ۷ ویکټو سره پوره کړ.

نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې به د کرابین لیګ وروستۍ یعنې پایلوبه ترسره کېږي، چې سېنټ لوشیا کینګز او کېټس پاټوریټس لوبډلو ترمنځ به ترسره شي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …