کورپاڼه / خبرونه / فضلي: د کرکټ نړیوالې شورا له لورې پر افغان کرکټ بورډ هیڅ ډول فشار نه دی راغلی

فضلي: د کرکټ نړیوالې شورا له لورې پر افغان کرکټ بورډ هیڅ ډول فشار نه دی راغلی

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس عزیزالله فضلي له ایس بي ایس پښتو سره په خبرو کې ویلي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا له لورې پر افغان کرکټ بورډ هیڅ ډول فشار نه دی راغلی.

هغه د ښځينه لوبغاړو لوبيدو پر وړاندې د هر ډول بنديز خبر رد کړه. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د ط..الب..انو د کلتوري کميسيون مرستيال ښاغلي احمدالله وثي.ق له دې وړاندې له ويلي ول چې ښځو ته به د کرکټ په ګډون نورو لوبو کولو اجازه ورنکړي.

وثی.ق زیاته کړې وه چې، زه فکر نه کووم چې ښځو ته به د کرکټ لوبو کولو اجازه ورکړل شي، ځکه ضرور نه ده چې ښځې کرکټ وکړي. ځکه کرکټ کې داسې حالت هم راځي چې د ښځو بدن یا مخ ښکاره کېږي.

له دې خبرو وروستیو دې موضوع بحثونه راوپارول او د استرالیا کرکټ بورډ ګواښ وکړ، چې که چېرته افغانستان کې ښځو ته د لوبو کول اجازه ور نه کړل شي، نو دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي.

له دې خبرو وروسته فضلي له ایس بي ایس سره مرکه کړې او ویلي یې دي، د ط..ال..بانو لخوا د ښځو کرکټ لوبو باندې بنديز نه دی لګيدلی او هرڅه نورمال پر مخ روان دي.

هغه زياته کړه، د کرکټ نړيوالې شورا او يا بل لوري څخه پر افغانستان کرکټ بورډ هيڅ ډول فشار نه دی راغلی او له يادې شورا او نورو سره يې اړيکې نورمال حالت کې دي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …