کورپاڼه / هنر او کلتور / د کرشنا ابیشیک ورور وني آنند د ماما ښځې ته د مور درجه ورکړله

د کرشنا ابیشیک ورور وني آنند د ماما ښځې ته د مور درجه ورکړله

د بالیووډ د تکړه اداکار او د هغه کورنۍ ترمنځ په رامنځته شوو جنجالونو کې د هغه خوریه کرشنا ابیشیک او د هغه میرمن کشمیرا شاه له خپل ماما او د ماما له ښځې سره د خلکو ترمخ جنجال وکړ، نو له بلې خوا وني آنند بیا د خپل ماما او ماما د ښځې ښه ستاینه وکړه.

د کرشنا ابیشیک ورور وني آنند ویلي چې د ماما ښځه سنیتا آهوجا ورته د مور درجه لري. باید یاده کړم چې د کرشنا ابیشیک میرمن کشمیرا شاه په یوه تازه مرکه کې د سنیتا آهوجا له پېژندلو انکار وکړ او ویې ویل چې سنیتا څوک ده.

وني آنند، چې د (بوجپوري، آمدني اټني او خرچه روپیه) فلم کې یې کار کړی، له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، چې د ماما ښځې سنیتا ډېر درناوی کوي، هغې د مور په څېر روزلی یم او ډېره مینه او مرسته یې راسره کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د ګووینده او د هغه میرمن سنیتا آهوجا له ۲۰۱۶ کال راهیسې سره په جنجال دی او دا جنجال هغه وخت ډېر شو، کله چې ګووینده او میرمنې یې د کپل شرما په خپرونه کې ګډون وکړ.

دغه راز په ۲۰۱۸ کال دې جنجالونو هغه وخت زور واخیست، کله چې کشمیرا شاه ټویټ وکړ، چې خلک د پیسو لپاره نڅا کوي، چې سنیتا د هغه په دې ټویټ داسې فکر وکړ، چې د هغې خاوند ګووینده ته یې اشاره کړې ده.

دا هم ولولئ

د سلمان خان (ټایګر۳) فلم د شوټنګ پرمهال د نڅا ویډیو خپره شوه

د هندي سینما مخکښ اداکاره سلمان خان، چې اوسمهال په ترکیه کې د خپل نوي …