کورپاڼه / هنر او کلتور / کنګنا رناوت د کرینه کپور ځای ونېوه

کنګنا رناوت د کرینه کپور ځای ونېوه

د هندي سینما د جنجالي انجلۍ په نوم مشهورې او مخکښې اداکارې کنګنا رناوت د تکړه اداکارې کرینه کپور خان ځای ونېوه.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د بالیووډ ملکه کنګنا رناوت به په (سیتا) فلم کې د سیتا رول ولوبوي. ویل کېږي چې ددې فلم لپاره لومړی کرینه کپور ته وړاندیز شوی و، خو اوس کنګنا رناوت ته ورکړل شو.

بل لوري ته د کنګنا رناوت له لورې د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرونکې اپلیکیشن انستاګرام سټوري پورته کړې چې په هغې کې یې د فلم پوسټر خپور کړی او مینوالو ته یې په دې فلم کې د خپل شتون په اړه وضاحت ورکړی دی.

د یاد فلم جوړونکې هم پر ټولنیزو رسنیو یو پیغام خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د سیتا رول اوس په حقیقت بدلېږي او زه خوشحاله یم چې موږ کنګنا ورته راوستله.

دغه راز د معلومات پر اساس دا هم ویل کېږي چې کرینه کپور ځکه له دې فلم څخه لېرې کړل شوه، چې د ۱۲۰ میلونه هندي کلدارو غوښتنه کوله.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …