کورپاڼه / جالب / هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال وي، پر خپله شا یې د لاسلیکونو ټاټوګانو په جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

په دې لاسلیکونو کې د ویلیم سمیت او جیراډ بټلر په څېر د مشهورو اشخاصو لاسلیکونه هم شامل دي. د فنکي اصلي نوم جوآن مټاس دی او هغه د ټاټوګانو د هنرمند په توګه کار کوي.

د راپورونو پر اساس فنکي له هغې وروسته له خپل بدن څخه د کینوس په توګه ګټه پورته کړه او له ځانګړو لارو چارو څخه یې کار واخیست.

کله چې هغه پر خپله ملا د لاسلیکونو پیل وکړ، نو لومړی یې د کورنۍ غړو، ملګرو او هغه کسانو چې ورسره نږدې اړیکه یې لرله، د هغه په ملا یې د ټاټوګانو جوړولو پیل وکړ.

له هغې وروسته فنکي د مشهورو کسانو څنګ ته ورغله او له هغوی یې د لاسلیکونو کولو غوښتنه وکړه، چې اوس د هغه پر ملا ۲۲۵ لاسلیکونه، چې ټاټوګان دي، شتون لري او دا یو نړیوال ریکارډ دی.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …