کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبډله سبا په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیلوي

ملي لوبډله سبا په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیلوي

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له کلید راډیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې ملي لوبډله به د راتلونکې نړیوال شل اوریز لپاره د چمتوالي په موخه سبا په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړي.

د معلوماتو پر اساس ویل کېږي، چې په دې کیمپ کې به ټول هغه لوبغاړي ګډون وکړي چې د نړیوال جام لپاره اعلان شوي دي او د یادو لوبو لپاره به په بشپړ ډول چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې کرکټ بورډ ویلي ول چې د ملي لوبډلې د چمتوالي روزنیز کیمپ به په کابل کې ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي ول چې ددې تمریناتي کیمپ مشري به د اصغر افغان پر غاړه وي او د اصغر افغان د مشرۍ لامل دا ښودل شوي و، چې اوسنی لوبډلمشر محمد نبي او راشد په دوبۍ او نجیب ځدران، چې مرستیال لوبډلمشر دی، په پېښور کې دی.

دغه راز لکه څنګه، چې ټولو لوبډلو ته د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې د نهایي پنځلس کسیزې لوبډلې ټاکلو ته وخت ورکړل شوی، نو له یاد کیمپ څخه به پنځلس کسیزه لوبډله او درې احتیاطي لوبغاړي وټاکل شي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …