کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډله او کورنۍ یې پاکستان ته لاړې

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډله او کورنۍ یې پاکستان ته لاړې

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډله د تورخم له لارې پاکستان ته تللې، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ورته هرکلی ویلی دی.

فواد چودري په یو ټویټ کې ویلي، چې دوی د افغانستان فوټبال لوبډلې ته، چې د تورخم له لارې ورغلي او د افغانستان پاسپورټونه او د پاکستان وېزې یې لرلې، هرکلی کړی دی.

فواد چودري په دې تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړي، چې ددې لوبغاړو او د کورنیو به یې راتلونکی څه ډول وي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د بریتانیې د یوې غیر دولتي ادارې له لورې د پاکستان حکومت په مرسته د افغانستان دوه دیرش فوټبال لوبغاړې او د هغوی کورنۍ چې شمېر یې یولسو، پنځلسو ته رسېږي، پاکستان ته تللي دي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان یاده ښځینه لوبډله د اګست په ۲۶مه نېټه قطر ته تللې، چې هلته د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام لپاره ساتل کېده، خو کله چې د کابل پر هوایي ډګر یرید وشو، نو دوی له یاد سفر څخه پاتې شوې.

دا هم ولولئ

ډېر ژر به د ایل ایل سي په نوم لیګ هم پیل شي

د کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د پخوانیو او تقاعد شوو …