کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

د ټولنیزو رسنیو په اړه ویل کېږي چې په استعمال سره یې ځوانان له ذهني پلوه اغېزمن کېږي، خو اوس انستاګرام له ځان څخه په دماغ کې ویلي چې دوی د داسې موادو مخنیوي په اړه هڅه کوي، چې د ښکلا اړوند خرافاتو ته تبلیغ کوي.

د انستاګرام د پبلیک پالیسۍ مشر کرینه نیوتن له امریکایي ژورنال وال سټریټ سره خبرې کړي او یو راپور یې رد کړی او ویلي یې دي، چې دا دې پورې اړه لري چې خلک ټولنیزې رسنۍ څه ډول استعمالوي او پر ذهني حالت یې څه ډول اغېز کوي.

هغه ویلي چې په امریکا کې ځوانان د ټولنیزو رسنیو د استعمال سره ورته تجربې لري. ډېر ځوانان په یوه ورځ په ټولنیزه رسنۍ له ملګرې سره زړه حواله کوي، خو په بله ورځ بیا جنګ کوي.

بل لوري ته ځوانان وایي چې د انستاګرام په استعمال سره د دوی ژور خپګان او پریشاني ډېره شوې، خو نیوتن بیا وایي چې منفي اقتصادي پرتلنه او د خپګان ستونزې په نړۍ هم شته او د انستاګرام پر رسنۍ هم شتون لري.

هغه وایي چې دوی اوس هڅه کوي ترڅو پوه شي چې ډول پوستونه کاروونکې نه خوښوي، ترڅو هغه له منځه یوسي او داسې موادو ته پرمختګ وکړي چې خلک خوښ وساتي.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …