کورپاڼه / روغتيا / بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د ښه ژوند لپاره اړینه ده چې هره ورځ تر اوو ساعتونو ضرور خوب وکړو، خو په دې ډېر لږ کسان پوهېږي چې د شپې وختي وېده کېدل هم د روغتیا لپاره اړین وي.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې کله چې موږ د خوب په مهالویش کې بدلون راولو، یعنې په وخت وېده نه شو نو پر روغتیا مو منفي اغېزې کوي او ورځني کارونه مو له خنډ سره مخ کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې زموږ په ټولنه کې بې خوبي او کم خوبي لویه ستونزه نه ګڼل کېږي، ځکه چې د کار او کورنۍ فکر موږ دومره ستړي کړی یو چې بسترې ته په تګ سره مو سترګې پټېږي.

نو که چېرته کوم شخص په ځنډ وېده کېږي نو دماغ یې تنګېږي او که چېرته یې عادت وګرځوو نو دماغي وړټیاوې او حافظه مو تر ډېره حده اغېزمنه کېږي.

دوی وایي که چېرته خوب ته په تګ کې یو ساعت یا نیم ساعت نه، بلکې شپاړس دقیقې ځنډ هم راشي نو د ټولې ورځې کارونه مو اغېزمنوي او ټوله ورځ به د ستړیا او کمزورۍ احساس کوو.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …