کورپاڼه / خبرونه / د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او توپ اچونکو تازه درجه بندي: راشد او مجیب پر خپل خو حضرت ځاځي بیا پرمختګ کړی

د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او توپ اچونکو تازه درجه بندي: راشد او مجیب پر خپل خو حضرت ځاځي بیا پرمختګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان شوې، چې راشد خان او مجیب ځدران پخپل پاتې او حضرت الله ځاځي بیا پرمختګ کړی.

د شل اوریزو د توپ وهونکو په نوملړ کې لومړی مقام له ډیوېد ملان سره دی، په دویم مقام کې بابر اعظم، په دریم مقام کې ارون فینچ، په څلورم مقام کې ویرات کوهلي چې پرمختګ یې کړی او پنځم مقام کې ډیوین کانوي چې شاته یې کړی، ځای لري.

دغه راز په شپږم مقام کې لوکیش راهول، په اووم مقام کې محمد رضوان، په اتم مقام کې کوانټن ډیکاک چې پرمختګ یې کړی، په نهم مقام ایون لویس چې شاتګ یې کړی او په لسم مقام کې حضرت ځاځی، چې پرمختګ یې کړی، ځای لري.

د توپ اچونکو په نوملړ کې لومړی مقام له تبریز شمسي سره دی، دویم مقام له وانیندو هسرنګا، دریم له راشد خان، څلورم له عادل رشید او پنځم له مجیب ځدران سره دی، چې هیڅ یو یې نه شاتګ کړی او نه پرمختګ.

بل لوري ته شپږم مقام له اشټون اګر، اووم له ادم ذمپا، اتم له مستفیض الحمن، چې پرمختګ یې کړی، نهم له شکیب الحسین او لسم مقام ټیم سوتي، چې شاتګ یې کړی دی، سره دی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …