کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې یوه فضایي ډبره له ځمکې سره ټکر شوه، نو په پایله کې یې ډیناسور د ځمکې له مخې ختم شول.

ساینسپوهان په دې اړه وایي، میلونونه کاله وړاندې یو فضایي ډبره له ځمکې سره ټکر شوه، چې په پایله کې یې تباهي رامنځته شوه او د ډیناسور نسل ختم شو.

ځمکپوهان په دې نظر دي چې دوی داسې پاتې شوني ترلاسه کړي چې په هغې د ډیناسور پاتې شوني یا هډوکي شامل ول، کوم چې د فضایي ډبرې د تکر په سبب سوځېدلي ول.

هغوی وایي کله چې فضایي ډبره له ځمکې سره ټکر شو نو پر ځمکه یې ۱۲۰ میله اوږده کنده جوړه کړه، چې تر څو سوو کیلومیترو پورې یې حیوانات وسوځول.

له دې وروسته چې کوم ګرد او طوفان رامنځته شو، نو ځمکه یې داسې وپوښله چې د لمر وړانګې ځمکې ته نه رسېدې او تر اوږدې مودې پورې پر ځمکه د ژمي موسم و.

دا هم ولولئ

انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

د ټولنیزو رسنیو په اړه ویل کېږي چې په استعمال سره یې ځوانان له ذهني …