کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: کوم ډول غذا د فلج خطر کمولی شي

څېړنه: کوم ډول غذا د فلج خطر کمولی شي

فلج یوه داسې ناروغي ده چې پرمهال یې دماغو ته زیان رسېږي او د بدن کومه برخه فلج کېږي. دغه ناروغي چې څومره ژر تشخیص شي، درملنه یې هم ډېر اغېزمنه کېږي او دماغو ته د زیان په رسولو کې کمښت واقع کوي.

که چېرته د یو شخص فلج تشخص نه شي او ځنډ پکې واقع شي نو همدومره یې په خبرو کې ستونزې، له حافظې څخه محرومي او په چلند کې د بدلون خطر یې ډېرېږي.

خو اوس د یوې نوې څېړنې څخه وموندل شوه، چې د غوړ لرونکو شېدو استعمال د فلج ناروغانو ته ګټور وي. څېړونکې وایي هیڅ طبیعي شی د انسان روغتیا ته زیانمن نه وي، په داسې حال کې چې ډېر استعمال نه شي.

څېړونکې وایي چې د ښځو په پرتله په نارینه وو کې د فلج ناروغي ډېره وي. د یو راپور پر اساس ویل کېږي چې د وینې لوړ فشار، چاغښت او سګریټ څکونکې د فلج ناروغانو شمېر ډېر کړی دی.

راپور زیاتوي چې په ځوانانو کې د فلج د ډېرې شوې ناروغۍ د کنترول لپاره اړینه ده چې د روغتیا په څانګو کې بدلونونه رامنځته شي.

دا هم ولولئ

ذهني فشار د وینې فشار هم لوړوي او خطرناک تمامېږي

که چېرته تاسې ډېر وخت د ذهني فشار لاندې یئ، نو په پایله کې د …