کورپاڼه / اسعار / د افغانستان بانک پر خلکو او سوداګرو غږ کړی چې په افغانیو دې راکړه، ورکړه وکړي

د افغانستان بانک پر خلکو او سوداګرو غږ کړی چې په افغانیو دې راکړه، ورکړه وکړي

د افغانستان مرکزي بانک ټولو هېوادوالو او سوداګرانو ته لارښوونه کړې، چې په ټولو پولي معاملو کې دې په افغانیو راکړه، ورکړه وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک ټولو هېوادوالو او سوداګرو ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان دودیز او پولي واحد افغانۍ دي.

دغه بانک پر خلکو او حکومت او خصوصي بنسټونو غږ کړی، چې خپل پولي واحد (افغانۍ) دې په قراردادونو او نورو پولي معاملو او اقتصادي راکړو ورکړو کې وکاروي.

یاد بانک دغه پرېکړه په دې اساس کوي ترڅو د افغانستان د اقتصادي ودې سبب وګرځي. له دې وړاندې یاد بانک نورو بانکونو ته آمر کړی و، چې حواله دې په افغانیو سره ورکړي.

د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې کله چې ط..ال..بانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی، د افغانیو ارزښت د ډالر په مقابل کې په چټکۍ سره ټیټ شوی دی او اوسمهال د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۸۵ افغانیو پلورل کیږي

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …