کورپاڼه / خبرونه / د مخکینو چارواکو له کورونو ترلاسه شوې میلونونه ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول

د مخکینو چارواکو له کورونو ترلاسه شوې میلونونه ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول

د افغانستان بانک مسولین وایي، د امرالله صالح او مخکینو چارواکو له کورونو ترلاسه شوې میلونونه ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول.

د افغانستان بانک پر خپله فیسبوکپاڼه نن یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي، چې ددې پیسو کچه (۱۲۳۶۸۲۴۶) دولس میلیونه، درې سوه، اته شپېته زره، دوه سوه او شپږ څلوېښت امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان بانک په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده، چې ددې پیسو ترڅنګ یوه اندازه د سرو زرو خښتې، چې د امرالله صالح له کوره ترلاسه شوې وې، هم بانک ته وسپارل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د کلتوري کمیسیون مرستیال احمدالله وثی.ق د امرالله صالح له کور څخه د پیسو موندنه رد کړې وه، خو ط..ال..ب مسولین بیا د ۶.۵ میلونو ډالرو او سرو زرو خښتو د موندنې ادعا کوله.

افغانستان بانک زیاتوي، چې یادې پیسې د امرالله صالح، د یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او د ملي امنیت له ځایونو ترلاسه شوې وې، چې په اړه یې نور معلومات نشته.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …