کورپاڼه / روغتيا / څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له اړتیا ډېر زیات خوراک د چاغښت بنسټیز لامل نه دی، بلکې د خوراک انتخاب په دې تړاو مهم رول لوبوي.

د یادولو وړ ده، چې چاغښت په سبب د زړه ناروغۍ، فلج، د شکر دویم ډول ناروغي او د سرطان د ځانګړو ډولونو خطر ډېرېږي او د ژوند د ستونزمن کېدو لامل کېږي.

د بوسټن ماشومانو روغتون او هارورډ طبي ښوونځي هڅه کړې ترڅو معلومه کړي چې خلک ولې د شکر په ناروغیو اخته کېږي او موندلې یې ده چې غیر معیاري غذا او پروسیس کاربوهایډریټس د چاغښت لامل دي.

څېړونکې ویلي دي، غیر معیاري او پروسیس شوي کاربوهایډریټس په د هورمونونو د غبرګون په سبب په میتابولیزم کې بدلون راځي، چې په همدې سبب زموږ په بدن کې وازده راټولېږي او وزن ډېروي.

کله چې موږ ډېر پروسیس شوي کاربوهایډریټ خورو نو په بدن کې مو د انسولینو اخراج ډېرېږي او د ګلوکوزو اخراج درېږي، چې په همدې سبب د وازدو حجرې د ډېرې کالورۍ د ذخیره کولو سګنل ورکوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …