کورپاڼه / جالب / هغه ونه چې څلویښت ډوله بېلابېلې مېوې نیسي

هغه ونه چې څلویښت ډوله بېلابېلې مېوې نیسي

تر اوسه به مو داسې ډېرې رنګا رنګ او مختلف ډوله مېوې خوړلي او لېدلي وي، خو پوښتنه داده چې تر اوسه مو داسې ونه لېدلې چې هغه دې څلویښت ډوله مېوې ونیسي؟

که چېرته مو نه وي اورېدلي نو اوس به پرې باور وکړئ ځکه چې یوه داسې ونه شته دی، چې څو کلونو وړاندې تیاره شوې او له کلونو وروسته اوس هم د هغې ونې ارزښت نه دی کم شوی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د نیویارک د سایراکس پوهنتون استاد سیم وین ایکن د یوې داسې ونې د تیارولو ادعا کړې چې څلویښت ډوله بېلابېلې مېوې ورکوي.

دې ونې ته یې د (ټري اف ۴۰) نوم ورکړی او ددې ونې راپور پر ټولنیزو رسنیو ډېر په تېزۍ سره خپرېږي او په مېوو کې یې آلوچه، شفتالو، زردالو، آلو بالو او نور شامل دي.

سیم وین ایکن ددې ونې په اړه وایي چې دغه ونه، که څه هم د څلویښت ډوله مېوو ورکوونکې ده، د نهو کلونو په موده کې تیاره شوې ده.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …