کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجیب ځدران آی پي ایل کې د لوبېدو لپاره د متحده عربي اماراتو وېزه نه ده ترلاسه کړې

مجیب ځدران آی پي ایل کې د لوبېدو لپاره د متحده عربي اماراتو وېزه نه ده ترلاسه کړې

ټاکل شوې ده چې د آی پي ایل پاتې ۳۱ لوبې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه پیل شي، چې ډېرو لوبډلو ورته تمرینات هم پیل کړي، خو د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې افغان لوبغاړی لاهم عربي اماراتو ته نه دی رسېدلی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې مجیب ځدران تر اوسه پورې د متحده عربي اماراتو وېزه نه ده ترلاسه کړې او له خپلې لوبډلې لېرې دی.

مجیب ځدران، چې آف بریک توپ اچونه کوي، ښایي د متحده عربي اماراتو په پیچونو ډېر ښه ثابت شي، خو تر اوسه لا نه ده معلومه چې هغه به کله له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده، دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي اوسمهال په عربي اماراتو کې په کرنتین کې دي او ډېر ژر به له خپلې لوبډلې سره په تمریناتو کې ګډون وکړي.

سنرایزر حیدرآباد لوبډله چې د آی پي ایل په اول پړاو لوبو کې ښه ونه ځلېده، اوس په دویمه پړاو کې د سپتمبر په ۲۲مه نېټه له ډهلي کپیټلز لوبډلې سره لومړۍ لوبه کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …