کورپاڼه / خبرونه / محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ له کورني قرارداد له منلو ډډه وکړه

محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ له کورني قرارداد له منلو ډډه وکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکې محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د کورني قرارداد له منلو څخه ډډه وکړه.

د پاکستاني رسنیو په حواله محمد عامر ویلي دي، چې کرکټ بورډ یې له غوښتنې پرته په کورني او مرکزي قرارداد کې شامل کړی دی، خو هغه یې له منلو انکار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې محمد عامر د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني روزونکې وقار یونس سره د جنجال په سبب په ناڅاپي ډول د تقاعد اعلان کړی و، خو څو ورځې وړاندې یې د تقاعد بېرته اخیستلو راپورونه خپاره شول.

محمد عامر ویلي، چې هغه د پي سي بي کورنی قرارداد نه اخلي او زیاته کړې ده چې زما پر ځای دې یو ځوان لوبغاړي ته دغه قرارداد ورکړي.

عامر، چې د پي سي بي لخوا د کورني او مرکزي قرارداد په ای کټګورۍ کې شامل شوی دی، زیاته کړې چې زه حتی نړیوال کرکټ هم نه کوم، که زما ځای یو ځوان لوبغاړي ته ورکړل شي نو غوره به وي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …