کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېڼډ په لومړۍ شل اوریزه لوبې کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

سکاټلېڼډ په لومړۍ شل اوریزه لوبې کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د زمبابوې او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې سکاټلېنډ د زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې په بریا پیل کړه.

دغه لوبه چې د سکاټلېنډ په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۶ ویکټو په زیان ۱۴۱ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ له لورې په توپ وهنه کې ریچي برینګټن ډېر ښه وځلېده او ۸۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې. د زمبابوې لخوا لوک جانګوي او ټنډی چیتارا دوه-دوه، ویلنټن مسکدزا او ریچارډ نیګروا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

زمبابوې د ۱۴۲ منډو هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۴ منډې وکړې او د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې یې د ۷ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د زمبابوې په توپ وهنه کې میلټن شومبا ۴۵ ناسوځېدلې، سین ویلیمس ۲۸ او کریګ ارون ۲۶ منډې جوړې کړې. د سکاټلېنډ لخوا سفیان شریف څلور، السدایر ایونس، کریس سول، مارک واټ او اولي هایرس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …