کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرابین لیګ پایلوبه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وګټله

د کرابین لیګ پایلوبه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وګټله

د کرابین لیګ پایلوبه چې د سېنټ لوشیا کینګز او کېټس پاټوریټس ترمنځ ترسره شوه، د کېټس پاټوریټس لوبډلې پکې بریا ترلاسه کړه.

ددې لوبې پچه د سېنټ لوشیا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې، چې پاټوریټس ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د سېڼت لوشیا لوبډلې ته په توپ وهنه کې راکیم کورنوال او روسټن چیس ۴۳-۴۳ او کیمو پال ۳۹ منډې جوړې کړې. د پاټوریټس لخوا نسیم شاه او فواد احمد دوه-دوه، فبین الان، دومینک ډرکس او جاګیسر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کېټس پاټوریټس د ۱۶۰ منډو هدف د ۷ ویکټو په زیان پوره کړ او پایلوبه یې په درې ویکټو وګټله، چې له ډلې یې جوشوا ډي سلوا ۳۷ او دومینک ډرکس ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سېنټ لوشیا لخوا وهاب ریاض دوه، روسټن چیس، الزري جوسیف، ډیوید ویسي او کیسریک ویلیمس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ډومینک ډرکس او د لیګ غوره لوبغاړی روسټن چیس وټاکل شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …