کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / په نړیوال شل اوریز جام کې د افغان لوبډلې په توپ اچونه لنډه تبصره

په نړیوال شل اوریز جام کې د افغان لوبډلې په توپ اچونه لنډه تبصره

د افغانستان کرکټ لوبډله یوه داسې لوبډله ده چې ډېره تکیه یې پر توپ اچونکو ده، یعنې د افغانستان توپ اچونکې یو له هغه توپ اچونکو څخه دي، چې د نړۍ په ښو-ښو ویشتنځایونو هم توپ وهونکې له ستونزو سره مخ کوي.

لکه څنګه چې د متحده عربي اماراتو ویشتنځایونه، چې نړیوال جام لوبې هلته ترسره کېږي، تر ډېره د ورو توپ اچونکو لپاره مرستندویه تمامېږي، نو افغان لوبډله به د غوره ورو توپ اچونکو، چې راشد خان یې په سر کې ځای لري، غوره تمامه شي.

افغان لوبډله د مجیب ځدران او نور احمد په څېر د حیرانوونکو توپ اچونکو، د محمد نبي په څېر تجربه لرونکی او د قیس احمد په څېر ځوان او حمله کوونکي غوره ورو توپ اچونکې لري.

خو د افغان لوبډلې تر ټولو لویه ستونزه د چټک توپ اچونکو ده. په لوبډله کې داسې چټک توپ اچونکی نشته چې هغه دې په پرلپسې توګه توپ اچونه وکړي یا دې لږ تر لږه ډاټ بالونه وباسي او په توپ وهونکو دې فشار راوړي ترڅو ورو توپ اچونکې د ښې توپ اچونې موقع پیدا کړي.

چې همدغه د چټک توپ اچونکو کمښت به افغان لوبډله د توپ اچونې په اټیک کې له ستونزو سره مخ کړي. بل لوري ممکن د پاور پلی او وروستي اورونه هم ورو توپ اچونکي ترسره کړي، چې دغه هیله د توپ وهونکو هم وي، نو افغان لوبډلې ته اړینه ده چې په نړیوال جام کې په توپ اچونه کې ښه وړتیاوې وښیي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …