کورپاڼه / خبرونه / راشد خان یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ

راشد خان یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد خان، یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ.

راشد خان لومړی افغان شو چې پر ټویټر یې د فالورزو شمېر یو میلون ته ورسېدل. هغه اوسمهال پر ټویټر د یو میلون پر شاوخوا تعقیبونکې لري او پخپله یې هم ۴۷۹ تنه فالو کړي دي.

بل لوري راشد خان پر انستاګرام هم ډېر مینوال لري، چې هلته یې هم د فالورزو شمېر تر ۲.۶ میلونو پورې رسېږي. هغه په انستاګرام ۳۶۱ پوسټونه کړي او هلته یې هم ۴۷۹ کسان فالو کړي دي.

دغه راز فیسبوک راشد خان پر فیسبوک هم ډېر فعالیت کوي او وخت ناوخت ترې پوسټونه پورته کوي، چې هلته یې هم د تعقیبونکو شمېر تر ۲.۴ میلونو ته رسېږي.

د یادولو وړ ده، چې راشد خان د لومړني افغان په توګه پر ټویټر، چې ډېر مشهور شخصیتونه، سیاستوال او هنرمندان یې کاروي، تر یو میلون پورې مینوال لري، چې دا شمېر تر بل هر افغان ډېر دی.

دا هم ولولئ

دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په لومړۍ کوالیفای لوبه کې درې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل …