کورپاڼه / جالب / له ۱۵۰ څخه د ډېرو ماشومان پلار ولې دومره خوښ دی؟

له ۱۵۰ څخه د ډېرو ماشومان پلار ولې دومره خوښ دی؟

په ډېرو کیسو او افسانو کې به مو اورېدلي وي، چې پخوانیو بادشاهانو به په لسګونه میرمنې او په سلګونه اولادونه لرل، خو اوس د یو امریکایي کیسه په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، چا چې د ۱۵۰ ماشومانو په زېږولو ریکارډ جوړ کړی.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس ویل کېږي، چې دغه شخص څو کاله وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې هغه میرمنو ته د نطفې ورکولو لړۍ پیل کړه، چې د اولاد راوړلو هیله یې درلوده. هغه ددې مقصد لپاره ډېرو هېوادونو ته سفر وکړ او میرمنو ته یې خپل سپرمونه ورکړل، چې تر اوسه ترې ۱۵۰ میرمنو اولادونه زېږولي.

راپور زیاتوي چې اوسمهال درې بریتانوي میرمنې د هغه د بچیو مور کېدونکې دی. ددې پنځوس کلن شخص په اصلي نوم هیڅوک نه پوهېږي، خو خلک یې د (جویي ډونر) په نوم سره پېژني.

جویي ډونر د امریکا د ورمونټ اوسیدونکی دی، هغه د سپتمبر په میاشت کې د بریتانیې د ایسیکس سیمې ته تللی و، او کله چې یې د درې واړو میرمنو د حامله کېدو خبر ترلاسه کړو، نو ویې ویل:((دا زما ترټولو غوره کرسمس یا اختر یا خوشحالي ده ځکه چې په دې سره د ۱۵۰ اولادونو پلار کېږم.))

د یادولو وړ ده چې جویي ډونر له ښځو سره د عامو اړیکه په ساتلو هغوی په طبیعي ډول حامله کوي، خو هغه میرمنې چې نه غواړي عامې اړیکې ورسره ټینګې کړی، نو خپله نطفه ورته د آی وي ایف ټیکنالوژۍ په مرسته ورکوي.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …