کورپاڼه / جالب / د سعودي عربستان په غرونو کې د اوښانو مجسمې څومره لرغوني دي؟

د سعودي عربستان په غرونو کې د اوښانو مجسمې څومره لرغوني دي؟

د یوې نوې څېړنې پر اساس ویل کېږي د سعودي عربستان په غرونو کې تراشل شوې د اوښان مجسمې ښایي په نړۍ کې د حیواناتو ترټولو غټې مجسمې وي.

دغه محسمې په ۲۰۱۸ کال موندل شوې وې، چې څېړونکو یې په اړه د اندازې له مخې ویل چې دا ښایي تر ۲۰۰۰ کاله پورې لرغوني وي او دا اندازه د اردون په مشهور لرغوني ښار کې مجسمو ته په کتو سره ښودل شوې وه.

خو اوس څېړونکو په دې نظر دي چې دا مجسمې له اوو څخه تر اته زره کلونو پورې پخوانۍ دي او دا ځکه یې د عمر په اړه معلومات نه کېږي چې په دې کې داسې مواد نه دي کارېدلي چې عمر یې معلوم شي.

د نوې اندازې له مخې ویل کېږي چې دغه مجسمې د نورو لرغونو تعمیراتو د بېلګې په توګه د بریتانیې د سټون هینچ، چې پنځه زره کاله لرغوني ده او اهرام مصر، چې څلور نیم زره کاله لرغوني دي، هم پخوانۍ دي.

دغه راز دا مجسمې له هغه وخت څخه هم لرغوني ګڼل کېږي چې انسانانو له اوښانو ګټه نه وه پورته کړې او کله چې ټولنې یو څه پرمختګ وکړ نو بیا د اوښانو استعمال پیل شو.

دا هم ولولئ

جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

ښه او لوړ بیه لباسونه یوازې د انسانانو پوښاک نه دی، بلکې په دې نوملړ …