خپلواک وېبپاڼه (٢٩ نومبر ٢٠١٩): د اسټراليا او پاکستان په دويمه ټېسټ لوبه کې هم د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر او مارنوس لابوسچاګني په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې يو ځل بيا يې د پاکستاني توپ اچونکو نه وار پار خطا کړى دى.
د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره کېږي. دغه لوبه چې نن پيل شوه د اسټراليا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر او جو برنز توپوهنې ته راووتل او اسټراليا ٨ منډې کړې وې چې شاهين اپريدي د جو برنز ويکټ واخيسته او هغه د ٤ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر کړ.
خو تر هغه وروسته ډيويډ وارنر سره مارنوس لابوسچاګني يو ځاى شو او دواړو په ګډه ٢٩٤ منډې ملګرتيا وکړه او د پاکستاني توپ اچونکو نه يې وار پار خطا کړ.
د لومړۍ ورځې تر پاى پورې اسټراليا د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٣٠٢ منډې وکړې، چې ډيويډ وارنر ١٦٦ او مارنوس لابوسچاګني ١٢٦ منډې کړي او دواړه ناسوځېدلي پاتې دي چې په دويمه ورځ به هم د اسټراليا لپاره توپوهنه پيل کړي.
له اوسني حالت څخه يو ځل بيا ښکاري چې اسټراليا به په دويمه ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته ستره ماته ورکړي او د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ به په خپل نوم کړي او په اسټراليا کې له اسټراليا د ټېسټ لوبو ګټلو ارمان به د پاکستان همداسې ارمان پاتې شي.
اسټراليا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته په يوه پاڼۍ ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د ټېسټ لوبو اتلولۍ يا چيمپينشپ کې هم شاملې دي، چې هند د ٣٦٠ نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي مقام او ورپسې د اسټراليا لوبډله ده چې ١١٦ نومرې لري.