کورپاڼه / روغتيا / د حمل په اړه یو څو اړینې لارښوونې

د حمل په اړه یو څو اړینې لارښوونې

کله چې یوه میرمن د لومړي ځل لپاره امیندواره شي، نو هغوی ته د ناستې، پاستې په اړه ډېر مشورې ورکول کېږي، خو کله چې د اتمې میاشت په اړه امیندوارې میرمنې دود شوې خبرې اوري خو خوشحالي په اندیښنو بدلېږي.

د حمل پرمهال ټولې میاشتې یوه خوا خو اتمه میاشت بلې لورې ته مهمه ګڼل کېږي، خو په دې اړه داسې خبرې هم شته چې وېره پیدا کوي او میرمنې په دې فکر کوي چې هغوی داسې څه وکړي چې خپله او ماشوم یې خوندي وي.

د اتمې میاشتې په اړه زړې میرمنې دا مشوره ورکوي چې د ناستې پرځای دې ډېر بدني کارونه وکړي، د تګ راتګ سربېره د جارو کولو او اوړو اغږلو مشورې هم ورکوي، دا مشورې تر یوه حده ځکه ښه وي ترڅو د زېږون پرمهال یې بدن پیاوړی وي.

خو تجربه لرونکې میندې نوو امیندوارو میرمنو ته له اتمې پرته نورو میاشتو کې هم مشورې ورکوي چې پر هغوی ډېر فشار راوړي، د بېلګې په توګه ډېره مه ګرځه، سفر مه کوه یا وزن مه پورته.

د حمل پرمهال بدني فعالیتونه نه دي منع شوي او امیندوارې میرمنې باید هره ورځ نیم ساعت ورزش وکړي، که چېرته داسې ونه کړي وزن یې ډېرېږي او د وینې ټولېدو خطر هم ډېرېږي او ژوند مو له خطر سره مخ کېږي.

دغه راز له زېږون وروسته میندو ته د درندو خوراکونو ورکول یعنې د غوړو ورکولو ته اړتیا نشته، یوازې دې هغه خواړه وخوري چې روغتیایي او تازه وي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …