کورپاڼه / روغتيا / د مڼې سرکه د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

د مڼې سرکه د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

الله تعالی په طبیعت کې د انسان لپاره ډېر نعمتونه برابر کړي، چې یو له هغې جملې د مڼې سرکه ده. د مڼې سرکه پخپل جوړښت کې د ناروغیو پر وړاندې د مقابله کولو وړتیا لري خو یې په دې اړه ډېر نه غږېږو، بلکې لنډې خبرې راخلو.

د مڼې سرکه د خېټې د ناروغیو لپاره حیرانوونکې ګټې لري او خېته پاکوي او بل لوري ډېر شمېر طبیبان یا ډاکتران د ګردو د تیږو لپاره د مڼې سرکې څخه درمل جوړوي.

هغه کسان چې پرمخ یې ډېر داغونه او دانې پیدا کېږي، نو که چېرته د مڼې سرکه پرې ووهل شي نو دانې او داغونه یې ختمېږي. دغه راز د سینې سوخت، تېزابیت او د معدې ګرمي هم ختموي او هغه کسان چې زړه بدوالی لري، هغوی هم د مڼې سرکه ګټوره وي.

د ساه اخیستلو ستونزو کې هم د مڼې سرکه مرستندویه وي او د ځینو حساسیتونو او خارښت لپاره هم ګټوره وي. په بدن کې د شکر اندازه متوازن ساتي او انسولین هم برابروي او هغه کسان چې د وزن ستونزه لري هغوی دې په پرلپسې ډول د مڼې سرکه استعمال کړي.

هغه کسان چې د سر سخت درد لري، د مڼې سرکه یې ستونزه حلوي، سرطاني حجرې ختموي، بدن پیاوړی ساتي، هډوکو او بندونو درد ختموي. که چېرته ماشې وچیچلئ نو پر هغه ځای د مڼې سرکه واچوئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …