کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا انیل کپور د ځوان پاتې کېدو لپاره د مار زهر څښي؟

آیا انیل کپور د ځوان پاتې کېدو لپاره د مار زهر څښي؟

د هندي سینما مخکښ او پخوانی اداکار انیل کپور، چې اوس هم ځوان معلومېږي، د هغه د حیرانوونکې روغتیا او فټنس په اړه حیرانوونکې معلومات ترلاسه شوي.

انیل کپور، چې اوسمهال ۶۳ کاله عمر لري، دومره ځوان او پیاوړی ښکاري، چې د هندي سینما نور اداکاران یې هم په لېدو د حیرانتیا احساس کوي.

نوموړی د اداکار ارباز خان په یوه خپرونه کې د میلمه په توګه ګډون کړی و، چې د خپرونې په یوه برخه کې ارباز خان د انیل کپور له هغه نظریاتو څخه خبر کړ، چې د هغه په اړه یې خلک لري.

په خپرونه کې ارباز خان د خلکو د نظریاتو په اړه وویل چې انیل کپور، د ځوان پاتې کېدو لپاره پلاستیکي عملیات کوي او د مار وینه څښي، په دې سره انیل کپور خاندي او له ارباز خان څخه پوښتنه کوي چې آیا دا رښتیا دي او که خلکو ته تاسې روپۍ ورکړي؟

چې بیا ارباز خان ورته په ځواب وایي چې دا نظریاتو د عامو خلکو دي، ما چاته روپۍ نه دي ورکړي، خو انیل کپور هغه په ټوکه واړوله.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …