کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې په موقع د هغې لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی دی.

شاهد اپریدي پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام د خپلې لور اجوه عکس خپور کړی دی او د هغې لپاره یې یوه ډېر له مینې ډک پیغام هم خپور کړی دی.

اپریدي پر انستاګرام اکونټ د خپلې عکس خپور کړی او ترڅنګ یې ورسره لېکلي دي، چې نن ورځ زما د دریمې لور د کلیزې ورځ ده.

شاهد اپریدي، چې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی او په لیګونو کې لوبېږي، ویلي دي، چې لور یې د هغې د سترګو تور دی او دغه راز دا یې هم ویلي دي چې نن له خپلې لور سره دغه ځانګړې ورځ په ښکلي ډول سره لمانځي.

هغه د خپلې لور لپاره دعا کړې ده او ویلي دي چې الله تعالی دې هغه تل خوشحاله لري او خوښي دې یې نصیب شي او ستا لپاره دې د مینې اړیکه تل قایم او دایمه وي.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …