کورپاڼه / جالب / دیرش کاله مخکې له زندان څخه تښتېدلي زنداني پخپله ځان پولیس ته حواله کړو

دیرش کاله مخکې له زندان څخه تښتېدلي زنداني پخپله ځان پولیس ته حواله کړو

د استرالیا له زندان څخه تښتېدلي زنداني په حیرانوونکې توګه خپل ځان پولیسو ته حواله کړو، چې ددې پېښې تر شا ډېر حیرانوونکی لامل شتون لري.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د استرالیا له زندان څخه دیرش کاله وړاندې تښتېدلي زنداني، په سډني کې د کورونا په سبب د رامنځته شوي ګرځبندیز په سبب، چې له کوره لېرې و، ځان پولیسو ته حواله کړو.

ځایي پولیسو ویلي دي، چې ۶۴ کلن شخص، چې ډارکو ډیسک نومېږي، تېره ورځ حوزې ته راغی او ځان یې پولیسو ته حواله کړو او ویې ویل چې دیرش کاله وړاندې له زندان څخه تښتېدلی و.

پولیس وایي چې ډارکو مزدوري کوله خو د ګرځبندیز پرمهال یې کار اغېزمن شو او بې کوره شو او پر سرک به وېده کېده، بیا یې ځان پولیسو ته حواله کړو، ترڅو د چت لاندې خوندي وي. دغه زنداني محکمې ته هم وړاندې شو خو هغه د ضمانت کولو څخه هم انکار وکړ.

پولیس وایي هغه په ۱۹۹۲ کال له زندان څخه تښتېدلی و، چې په تور کې اوه کاله بندي کېدلی شي. پولیس وایي هغه له دې وړاندې د بنګو کرلو په تور په درې کاله بند، بندي شوی و، چې له دیارلس میاشتو وروسته وتښتېده.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …