کورپاڼه / خبرونه / آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په ۱۷مه نېټه د هندوستان په کوربتوب په عمان او متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

په نړیوال جام ټولې شپاړس لوبډلې په دوو پړاوونو کې ګډون کوي، چې په لومړي پړاو کې به اته لوبډلې لوبې وکړي او څلور لوبډلې به ترې بل پړاو ته لار پیدا کړي او هلته به له اتو نورو لوبډلو سره یوځای شي.

تر اوسه پورې یادو لوبو ته ۳۲ ورځې پاتې دي او د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام پرمهال لوبغاړو او نورو کارمندانو ته د کورنۍ له ځان سره ساتلو اجازه ورکړه.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام پرمهال لوبغاړو او د سپورټ نورو کارمندانو ته اجازه ورکړه، چې کورنۍ دې له ځان سره وساتي.

د یادولو وړ ده چې د نړیوالې جام لپاره ټولو ګډون کوونکو لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړي او د اکتوبر تر لسمې نېټې یې په سکواډ کې د بدلون اجازه هم ورکړې ده.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …