کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک د ځانوژنې په اړه د فکر کوونکو لپاره یو په زړه پوری اقدام کوي

ټیک ټاک د ځانوژنې په اړه د فکر کوونکو لپاره یو په زړه پوری اقدام کوي

د لنډو ویډیوګانو خپرونکې موبایل اپلیکیشن ټیک ټاک پخپلو کاروونکو کې د ځانوژنې د فکرونو د ختمولو لپاره د یو نوي فیچر د وړاندې کولو اعلان وکړ.

د ټیک ټاک له لورې دغه نوی معرفي شوی فیچر په حقیقت کې د کاروونکو د ذهني روغتیا د ستونزو او د ځانوژنې د فکرونو په اړه دی، چې د ذهني ستونزو څخه د مخنیوي لپاره ګټور تمامېږي.

ددې فیچر په مرسته کاروونکو ته د خوراک او څښاک په اړه شعور هم ورکول کېږي، ترڅو په بدني ډول پیاوړی وي او ددې په مرسته د ځانوژنې د فکرونو ختمولو لپاره په سرچ بار کې د (suicide) په د کلمو لټونکې کسان په نښه کېږي او په ټایم لین ورته د روغتیا اړوند ویډیوګانې ښکاره کېږي.

ټیک ټاک ویلي، موږ د خپلو کاروونکو د ذهني او بدني روغتیا په اړه فکر کوو او د روغتیا، سلامتیا او تندرستۍ لپاره یې د بېلابېلو لارو په لټه کې یو.

د ټیک ټاک شرکت ویاند ویلي، موږ اوس د داسې اقداماتو د کولو په هڅه کې یو، ترڅو د اړتیا پر وخت د موادو او وسایلو لټون آسانه وي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …