کورپاڼه / جالب / هغه میرمن، چې پر یوټیوب یې د شهرت لپاره زوی ژړولو، له ستونزو سره مخ شوه

هغه میرمن، چې پر یوټیوب یې د شهرت لپاره زوی ژړولو، له ستونزو سره مخ شوه

یوټیوبران ددې لپاره چې ډېر شهرت ترلاسه کړي، نو له هیڅ ډول کړنې او ویډیو جوړولو دریغه نه کوي او ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره هر ډول کار کوي، چې یو ثبوت به درته وړاندې کړو.

د امریکا د کیلیفورنیا ایالت یوې اوسیدونکې یوټیوبرې جارډن چیهن، چې پر یوټیوب ۵۳۸ زره مینوال یا سبکرایبر یې درلوده، له ستونزو سره مخ شوه.

نوموړې میرمن په دې وروستیو کې یوه ویډیو پر یوټیوب چینل خپره کړې، چې په موټر کې ناسته وي او ویډیو جوړوي، په دې دوران کې خپل زوی ته غږ کوي او ورو-ورو ورته وایي چې وژاړه.

په ویډیو ښکاره کېدونکی ماشوم نه ژاړي بلکې دا له وړاندې جوړه شوې ډرامه وه او هغه ماشوم چې په ویډیو کې ښکاره کېده هغه د میرمنې خپل زوی و، چې ددې په مرسته یې خپلو مینوالو ته ښوده چې هغه ډېره خپه ده.

کله چې هغې ویډیو خپره کړه نو مینوالو یې هغه ډېره زیاته رپورټ کړه، چې بیا مجبوره شوه چې ویډیو ډیليټ کړي او بیا یې اکونټ هم بند کړو.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …