کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه حیرانوونکی غاښ چې خپله ځان پاکوي

هغه حیرانوونکی غاښ چې خپله ځان پاکوي

د غاښونو درد د بدن د نورو برخو دردونو څخه ډېر زورور او ځورونکی وي او هغه څوک چې له دې ډول درد سره مخ وي، هغوی خپل غاښ له بېخه وباسي یا مصنوعي غاښ ږدي.

د مصنوعي غاښ له لګولو وروسته هم ستونزې پیدا کېږي، چې له هغې جملې د غاښونو پاکول او پر ژامو یې د اغېزو نومونه اخیستل شو. دغه راز د مصنوعي غاښ لګول تر یوه وخته امکان لري او ژامې هم خرابوي.

اوس د پنسلوانیا پوهنتون ساینسپوهانو یو داسې مصنوعي غاښ جوړ کړی، چې خپله بریښنا تولیدوي او نه پرېږدي چې خیره راټوله کړي او ژامې هم روغې ساتي.

یوازې په امریکا درې میلونه داسې کسان شته چې مصنوعي غاښونه یې لګولي، خو اوس د پنسلوانیا پوهنتون استاد او د هغه ملګرو یو داسې غاښ جوړ کړی چې د برش کولو او ژوولو پرمهال بریښنا تولیدوي.

دغه بریښنا دوه کار کوي، یعنې پر غاښ خیره نه پرېږدي چې راټوله شي او بل دا چې ژامې پیاوړي ساتي. دغه راز لږه غوندې بریښنا تولیدوي چې د ژامو د ودې لپاره ډېره اړینه وي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …