کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د هندۍ لوبډلې شل اوریزه فارمټ لوبډلمشري پرېږدي.

ويراټ کهولي ويلي چې د زيات مصروفيت له امله د شل اوریزه فارمټ لوبډلمشري پرېږدي او خپل تمرکز د لوبډلمشر په توګه په يوه ورځنيو او ټيسټ لوبو زياتوي.

د شل اوریزه سیالیو د لوبډلمشرۍ څخه د ویراټ کوهلي تر استعفاء وروسته، په ډېر احتمال سره روهیت شرما په آسټرالیا کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د هندۍ لوبډلې مشري وکړي.

ويراټ چې د هندي کرکټ يو له نوموتو او نه هېریدونکو نومونو څخه دی، د خپل هيواد لپاره يې په پنځه څلويښت شل اوریزه کرکټ لوبو کې مشري کړې ده، نوموړي اوويشت لوبې پخپله مشرۍ کې هند ته ګټلي او څوارلس يې بايللي دي.

نوموړی په داسې وخت کې د لوبډلې د شل اوریزه سیالیو د لوبډلمشرۍ څخه استعفاء کوي چې دې لوبډله کې د روهيت شرما، کي ايل راهول، ريشب پنټ، او شيرياس اير غوندې نور بهترين لوبډلمشران هم شتون لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …