کورپاڼه / خبرونه / د هند کرکټ ملي لوبډلې سفر، چې نیوزیلېنډ ته لرلو، وځنډېده

د هند کرکټ ملي لوبډلې سفر، چې نیوزیلېنډ ته لرلو، وځنډېده

د نیوزیلېنډ رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د هند کرکټ ملي لوبډله نیوزیلېنډ ته د دریو ورځنیو لوبو په موخه تلله خو دغه سفر یې اوس وځنډېده.

راپور زیاتوي، چې دغه سفر د نیوزیلېنډ د اوړي موسم سفر و، خو اوسمهال هند کرکټ لوبډله په آی پي ایل کې او له دې وروسته نیوزیلېنډ د ښځو د نړیوال جام کوربتوب کوي.

نیوزیلېنډ لوبه څه موده وړاندې بنګله دېش ته د پنځه شل اوریزو لوبو په موخه تللې وه، لوبلړۍ یې د ۲-۳ پر وړاندې وبایلله.

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ دغه درې یوه ورځنۍ لوبې د سوپر لیګ لوبو برخه ده، چې ترسره کول یې اړین دي، چې له آی پي ایل وروسته به یې مهالویش اعلان شي او په ۲۰۲۲ کال به ترسره شي.

د یادولو وړ ده، نیوزیلېنډ لوبډله اوسمهال په پاکستان ده او هلته به له کوربه لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې سبا ورځ به پیل شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …